د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د سپريم کورټ لپاره لومړۍ ښځينه قاضي نومول شوې


۵۵ کلنه عایشه ملک د لاهور اوسېدونکې ده او په ۲۰۱۲ز کال کې د لاهور های کورټ ټاکل شوې وه.
۵۵ کلنه عایشه ملک د لاهور اوسېدونکې ده او په ۲۰۱۲ز کال کې د لاهور های کورټ ټاکل شوې وه.

عایشه ملک په رسمي توګه د پاکستان سپریم کورټ کې ججه نومول شوې ده.

د پاکستان سپریم کورټ د مشر قاضي ګلزار احمد په مشرۍ کې نهه کسیزه جوډیشل کمېشن، په سپریم کورټ کې په لومړي وار ښځینه ججه عایشه ملک ونوموله. دا لومړۍ ځل دی چې يوه ښځه د پاکستان په سپریم کورټ کې ججه جوړېږي.

۵۵ کلنه عایشه ملک د لاهور اوسېدونکې ده او په ۲۰۱۲ز کال کې د لاهور های کورټ ټاکل شوې وه. نوموړې د قانون زده کړې له پاکستانه ترلاسه کړې وې او بیا د نورو لوړو زده کړو لپاره امریکا ته لاړه او هلته يې د هارورډ لا سکول څخه لوړې زده کړې ترلاسه کړې.

د وکیلانو او د قانوني چارو کار پوهانو په وینا، د جوډیشل کمېشن دا ډېره ښه فېصله ده له دې سره به د ښځو حوصلې لوړې شي.

په پېښور کې وکیل او د سپریم کورټ بار پخواني مشر لطیف اپرېدي مشال راډیو ته وویل:" ښځینه حق لري چې د پاکستان په هره محکمه کې ورته برابره برخه ورکړل شي نو په دې خاطر چې په های کورټ کې ښځینه قاضیانې شته دی نو چې په سپریم کورټ کې هم ښځینه قاضي راغله نو دا ډېره ښه خبره ده."

نوموړي وړاندې وویل:"ما پخپله په کراچۍ کې دا غوښتنه کړې وه چې د سپریم کورټ د ججانو شمېره چې د چیف جسټس په ګډون ۱۷ ده، په دې کې دې ترمیم وکړل شي او دا شمېره دې ۲۷ ته ورسول شي او په هغې کې دې پنځه ښځینه قاضیانې وټاکل شي نو دا رنک به په قانوني توګه بیا د هغوی فېصله هم په سم ډول کېږي نو دا رنګ به له څلور صوبو څخه یوه یوه او یوه د اسلام اباد څخه ښځینه قاضي وټاکل شي نو ټولو صوبو ته به په سپریم کورټ کې د ښځینو په برخه کې پوره پوره ونډه ورکړل شي."

خو بل پلو بیا د وکیلانو ځینې تنطیمونه، په دې خبره انتقاد کوي چې عایشه ملک د های کورټ په هغو درو سېنېر ججانو کې نه وه شامله چې له منځه به یې یو د سپریم کورټ جج / ججه وټاکل شي.

قاضي عایشه ملک هغه وخت مشهوره شوه چې د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په میاشت کې په لاهور های کورټ کې د قاضي په حېث د ښځو د پېغلتوب یا ورجېنېټي په اړه یوه پرېکړه ورکړه چې پکې نوموړې د ښځینو د پېغلتوب لپاره معاینه سپک کار وبالو او ویې ویل چې له دې عمل سره د هغه متاثره ښځو عزت ته زیان رسي چې د جنسي تېریو ښکار شوي وي او یا پرې تور پورې کړل شوې وي.

XS
SM
MD
LG