د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر میدانک غره کې په واورو کې ګېر ۱۱ ماشومان وژغورل شول


د پاکستان په یوشمېر سیمو کې په جنورۍ کې بارانونه او واوره وشوه - انځور له ارشیفه
د پاکستان په یوشمېر سیمو کې په جنورۍ کې بارانونه او واوره وشوه - انځور له ارشیفه

د خیبر انتظامیه وايي، په میدانک غره کې یې په واورو کې ګېر ۱۱ ماشومان ژغورلي دي.

د خیبر د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند مقصود عالم د جنورۍ پر ۲۳مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ماخوستن مهال یې د پولیسو په مرسته ماشومان وژغورل او خپلو کورنیو ته یې وسپارل.

دی وايي، د ټولو ماشومانو روغتیايي حالت ښه دی. د عالم په وینا، په ماشومانو کې یې څلور له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي دي پاتې یې تر ۱۰ کلونو پورې عمر لري.

د ده په خبره، ماشومان په چکر غره ته تللي ول خو هلته د موسم خرابوالي او لړې له وجې ورڅخه لار ورکه شوه او په واوره کې بند پاتې شول.

عالم زیاتوي چې ماشومانو پر ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره کړه او د مرستې غوښتنه یې وکړه چې تر هغې وروسته پولیس او د ژغورنې ادارې کارکوونکي ورغلل.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې چارواکي‌ وايي چې په صوبه کې د بارانونو روانې څپې لږ تر لږه اووه کسان وژلي او په لسګونو کورونو ته یې زیان اړولی دی.

د سرکاري امدادي ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) صوبايي ویاند بلال فیضي د جنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د بارانونو له امله له ۱۵ زیات کسان ژوبل شوي هم دي. د هغه په وينا، تر ټولو ډېر زیان په شانګله کې خلکو ته اوښتی. "اوسنيو بارانونو په خیبر پښتونخوا کې اووه کسان وژلي دي. له ۱۵ څخه ډېر ژوبل دي. تر ټولو لويه پېښه په شانګله کې د [کمر نړېدو] وه چې خلک یې لاندې کړي ول."

فیضي زیاتوي، د شانګلې د پېښې له ځایه یې پینځه مړي او څلور ژوبل کسان راایستلي ول.

د خيبر پښتونخوا حکومت وار له مخه خبرداری ورکړی وو چې بارانونه په غرنيو سيمو کې ويجاړی رامنځته کولی شي.

د موسمياتو محکمې ويلي ول چې د جنورۍ تر ۲۴مې پورې په ځينو ځايونو کې د ‌ډېرې واورې کېدو امکان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG