د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې مو د داعش ۱۱ وسله وال وژلي: پوليس


د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې پوليس ګزمه کوي. انځور- ارشیف
د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې پوليس ګزمه کوي. انځور- ارشیف

د پاکستان پوليس وايي، د ترهګرۍ ضد څانګې يې په بلوچستان کې د داعش وسله والې ډلې ۱۱ غړي وژلي دي.

چارواکي وايي، دا کسان د چاپې او د يادې ډلې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

دوی وايي، د اګست پر ۳۱مه يې په مستونګ ضلع کې د داعش وسله والو پټنځايونه په نښه کړل. په دې سيمه کې وسله والو په دې وروستيو کې دوه پوليس چارواکي هم وژلي ول.

پوليس وايي، د چاپې پر مهال ځانمرګي واسکټونه، لاسي بمونه او توپکونه په لاس ورغلي دي.

د پاکستان ترهګرۍ مخنيوي دفتر د وژل شويو وسله والو او د دوی د قوميت په اړه نور تفصيلات نه دې ورکړي.

داعش په پاکستان او افغانستان دواړو کې سيمه ييزې څانګې لري.

د اګست پر ۲۲مه د بلوچستان په يوه بله برخه کې په يوه ماين چاودنه کې د پاکستاني پوځ يو چارواکی وژل شوی او دوه نور پوځيان ژوبل شوي ول.

په بلوچستان کې، چې په پرله پسې توګه وسله وال بريدونه پکې شوي، له اوږدې مودې راهيسې له پاکستانه د ازادۍ غوښتونکو ډلو وسله وال فعاليتونه هم روان دي.

هلته "بلوچ لېبرېشن ارمي" د ځينو بريدونو ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG