د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۱۹ کلنۍ کشرې افغان کرکټ لوبډلې خپله سیالي پاکستان ته وبایلله


افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

تر ۱۹ کلنۍ کشرې افغان کرکټ لوبډلې د جنورۍ پر ۲۱مه د یو- ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې خپله دوهمه سیالي پاکستان ته وبایلله.

لوبه پاکستان پیل کړه، په ۵۰ اوورونو کې یې ۲۳۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې پينځوس اوورونه پوره کړل او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د دې لوبو په لړۍ کې د سېشنبې په ورځ پاپوا نیوګیني ته د ۱۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او درېیمه لوبه به یې د جنورۍ پر ۲۲مه له زیمبابوې سره وي.

د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنوري پر څوارلسمه پیل شو او د فبروري تر پینځمې دوام کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG