د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بادغیس کې زلزلې، ۲۶ تنه مړه، سلګونه کورونه کنډکپر


دا زلزلې په بادغیس ولایت کې راغلې وې. د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې د لومړنۍ زلزلې شدت ۵، ۳ او د دویمې هغه ۴،۹ یاد کړی دی.
دا زلزلې په بادغیس ولایت کې راغلې وې. د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې د لومړنۍ زلزلې شدت ۵، ۳ او د دویمې هغه ۴،۹ یاد کړی دی.

په افغانستان کې چارواکي وايي چې د جنورۍ پر ۱۶مه په راغلو دوو زلزلو کې د وژل شوو شمېر لږ تر لږه ۲۶ ته رسېدلی دی.

دا زلزلې په بادغیس ولایت کې راغلې وې. د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې د لومړنۍ زلزلې شدت ۵، ۳ او د دویمې هغه ۴،۹ یاد کړی دی.

راپورونه وايي، افغانستان له وړاندې له بشري بحران سره مخامخ وو خو په اګست کې د طالبانو لخوا د هېواد تر نیولو وروسته پکې هغه مهال حالات لا نور هم خراب شول چې مغربي هېوادونو ورته نړیوالې مرستې او په بهر هېوادونو کې اثاثو ته رسايي کنګل کړه.

د افغانستان د بیړنیو چارو په وزارت کې د بیړنیو خدماتو د مرکز چارواکي ملا جانان سایق په زلزله کې د وژل شوو کسانو د شمېر پخلی کړی او ویلي دي چې تر ۷۰۰ زیات کورونه ړنګ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG