د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرعلي کې وسله والو یو پولیس وژلی


د دغه بريد ذمه واري چا نه ده منلې. دا په شمالي وزيرستان کې په روان ۲۰۲۲ز کال کې لومړی هدفي بريد وو.
د دغه بريد ذمه واري چا نه ده منلې. دا په شمالي وزيرستان کې په روان ۲۰۲۲ز کال کې لومړی هدفي بريد وو.

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې وسله والو په بريد کې يو پوليس وژلی دی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر عقیق حسین د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې په میرلي بازار کې وسله والو پر پوليس سرتېري غني خان ډزي وکړې او په موقع يې وواژی.

وژل شوی پوليس سرتيری د سپين وام شميري سيمي اوسيدونکی وو.

پوليسو د نامعلومه کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټني يې پيل کړې دي. د پوليسو مشر وايي، د ترهګرۍ ضد پوليسو خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د دغه بريد ذمه واري چا نه ده منلې. دا په شمالي وزيرستان کې په روان ۲۰۲۲ز کال کې لومړی هدفي بريد وو.

تېر ۲۰۲۱ز کال کې ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول، چی له ۷۰ زیات ځايي مشران، ځوانان او سرکاري اهلکاران پکې وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG