د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې بوشاریو سیمې ولس د هدفي وژنو مخنیوي غوښتنه کوي


د کورمې بوشاریو سیمې ولس د هدفي وژنو مخنیوي غوښتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د کورمې د بوشاریو یوشمېر اوسېدونکيو له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی په سیمه کې دې د مشرانو هدفي وژنو مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د خلکو ترمینځ دې د ځمکو شخړې هوارې کړي. د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه د پېښور پریس کلب مخې ته د احتجاج پرمهال دوی دا غوښتنه هم وکړه چې حکومت دې په سیمه کې له خلکو غټې وسلې غونډې کړي. په احتجاج کې شامل یوه مشر قیوم منګل مشال رېډیو ته وویل چې تر یوه منظم سازش لاندې یې د سیمې د مشرانو وژنه روانه ده او حکومت یې يه مخنیوي کې ناکامه دی. بلخوا د کورمې ډپټي کمېشنر ډاکټر افاق وزیر مشال رېډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې په دغه ضلع کې هدفي بریدونه شتون نه لري بلکې وخت په وخت د شخصي دشمنیو په ترڅ کې د خلکو وژنې کېږي چې دوی یې د مخنیوي هڅې کوي. نوموړي هم دا راز وویل چې په بشاریو کې د ځمکو پرسر شخړو هوارولو لپاره یې جرګه جوړه کړې او هیله ده چې زر به کار پیل کړي. د طارق اورکزي راپور

XS
SM
MD
LG