د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا د ټینس نومیالی لوبغاړی نوواک جوکووېچ هېواد ته ستون کړ


نوواک جوکووېچ د نړۍ پر کچ د ټینس لومړی مقام لرونکی لوبغاړی دی - انځور له ارشیفه
نوواک جوکووېچ د نړۍ پر کچ د ټینس لومړی مقام لرونکی لوبغاړی دی - انځور له ارشیفه

د اسټرالیا یو عدالت له لوري د ټینس د نومیالي لوبغاړي نوواک جوکووېچ د غوښتنلیک تر ردېدو وروسته، حکومت هغه له هېواده وایست.

نوواک جوکووېچ چې د کووېډ-۱۹ واکسین یې نه دی کړی، اسټرالیا ته تر رسېدو وروسته له قانوني ستونزو سره مخامخ شو او ویزه یې لغوه شوه.

جوکووېچ او ورسره پلاوی یې چې یوه توقیف ځای کې ساتل کېدل، د جنورۍ پر ۱۶مه د مېلبرن هوايي ډګر ته ورسول شول او د دوبۍ په لوري یې پرواز وکړ.

تمه وه چې نوموړی د جنورۍ پر ۱۷مه د اسټرالیا د ټینس په اتلولۍ یا اسټرالیین اوپن سیالیو کې ګډون وکړي.

سربیايي نوواک جوکووېچ نهه واره د اسټرالیا د ټینس دا اتلولي ګټلې ده.

د نړۍ د ټینس دغه اتل په یوه بیان کې ویلي چې د اسټرالیايي چارواکو پرېکړې خواشینی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG