د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د جنورۍ پر ۱۷مه، د پولیو څاڅکو بهیر پیلېږي


په دې پوليو ضد کمپاين کې به تر ۲۰ زرو زيات د صحت کارکوونکي په کورونو، روغتونونو، صحت بنيادي مرکزونو او بسونو اډو کې ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي.
په دې پوليو ضد کمپاين کې به تر ۲۰ زرو زيات د صحت کارکوونکي په کورونو، روغتونونو، صحت بنيادي مرکزونو او بسونو اډو کې ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي.

په خيبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۲ز کال لومړی د پوليو مخنيوي کمپاين به د جنورۍ پر ۱۷مه پیلېږي.

په پېښور کې د پوليو مخنيوي ادارې له دفتره د جنورۍ پر ۱۴مه مشال رېډيو ته په رالېږلې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کمپاين کې به، ۴۴ لکو څخه زیاتو هغو ماشومانو ته، د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې له پنځو کالو نه کم وي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پوليو ضد کمپاين کې به تر ۲۰ زرو زيات د صحت کارکوونکي په کورونو، روغتونونو، صحت بنيادي مرکزونو او بسونو اډو کې ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پروسږکال په پاکستان کې د پوليو اته کيسونه رپورټ شوي ول چې په کې يو په خېبر پښتونخوا کې و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG