د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا پر نړیوال کچ د ټینس لومړي مقام لرونکي نوواک جوکووېچ ویزه لغوه کړه


جوکووېچ او د هغه د وکیلانو ډلې په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.نوموړی د ۲۱مې لویې اتلولۍ د ګټلو په تکل دی.
جوکووېچ او د هغه د وکیلانو ډلې په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.نوموړی د ۲۱مې لویې اتلولۍ د ګټلو په تکل دی.

اسټرالیا پر نړیوال کچ د ټینس په سیالیو کې د لومړي مقام لرونکي نوواک جوکووېچ ویزه لغوه کړې ده چې ورسره ښايي په مېلبرن کې د لویې اتلولۍ په سیالیو کې د خپل اعزاز د دفاع لپاره د هغه سربیايي لوبغاړي هیلې ختمې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په مېلبرن کې د ټینس سیالیو پیلېدو ته څو ورځې وخت پاتې دی. د اسټرالیا د مهاجرت چارو وزیر الېکس هاک د جنورۍ پر ۱۴مه په یو بیان کې وویل، د روغتیا او د ښه نظم لپاره او د ولسي ګټې پر اساس د ویزې چارو په اړه د خپلو قانوني اختیاراتو په استعمالولو د جوکووېچ ویزه منسوخوي.

جوکووېچ او د هغه د وکیلانو ډلې په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. نوموړی د ۲۱مې لویې اتلولۍ د ګټلو په تکل دی.

د اسټرالیا له قانون سره سم، جوکووېچ د دې پرېکړې پرضد د درخواست دایرولو حق لري. تر اوسه روښانه نه ده چې جوکووېچ به بیا حراستي خونې ته استول کېږي او که نه؟

د قانوني چارو پوهان وايي، هغه کولای شي چې تر هغې مودې چې یې قضیه په عدالتونو کې روانه وي، د لنډمهالی ویزې غوښتنلیک ورکړي. له دې سره به هغه وکولای شي چې ازاد پاتې شي او په سیالیو کې برخه واخلي.

جوکووېچ د واکسین په اړه شکمن دی او د طبي استثنا په ترلاسه کولو مېلبرن ته تللی وو. خو اسټرالیايي حکومت هلته پر ورتلونکو کسانو د کووېډ-۱۹ واکسین لازمي کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG