د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د بشري ناورین خطر: ملګرو ملتونو ورته ۴،۵ میلیارده ډالره مرسته غوښتې


ارشیف، د ملګرو ملتونو یوه عمومي غونډه
ارشیف، د ملګرو ملتونو یوه عمومي غونډه

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو او د ممکنه بشري ناورین رامنځته کېدو ته د اندېښنو په ترڅ کې ملګرو ملتونو له دغه هېواد سره د بشري مرستو لپاره د څلور نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

دا اندازه پیسې د هغو ۴۱ میلیارده ډالرو له ډلې دي چې ملګرو ملتونو یې په جګړه‌ځپلو او بې‌وزله هېوادونو کې د ۱۸۳ میلیونه کسانو د مرستې په هدف غوښتنه کړې ده.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د جنرل سېکرېټري مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس په دې اړه خبریالانو ته وویل: "مرسته د انسانانو ژوند ژغوري، خو دا حل‌لاره نه‌ده. دا وضعیت مو په ډېرو هېوادونو کې کتلی دی. یوه تازه بېلګه افغانستان دی، هیله لرو چې په لومړنۍ بیړنۍ دوره کې د افغانستان خلکو ته مرستې ورسوو."

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې ۲۴ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګریفیټس وویل، اوږدې شخړې، سیاسي بې‌ثباتۍ، ماتېدونکي اقتصادونه، د اب او هوا بدلون او د کورونا وایرس وبا په نړۍ کې نور هم د اړمنو کسانو شمېر زیاتوي.

دی زیاتوي: "موږ اټکل کوو چې ۲۰۲۲ کال کې به ۲۷۴ ملیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري، دا اړتیا د ۲۰۲۱ کال پرتله ۱۷ فیصده زیاته ده، د دې لپاره چې دغه وضعیت ته یوه نوې بڼه ورکړو، هدف مو دا دی چې د دې پروګرام له لارې ۱۸۳ میلیونه زیانمنېدونکو کسانو سره مرسته وکړو."

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې مرستندویانو هېوادونو ته ویلي، که چېرته دوامداره او بیړني ګامونه اوچت نه‌ شي نو ۲۰۲۲ز کال کې به لوی بشري ناورین رامنځته شي.

په افغانستان کې د بشري وضعیت او اقتصادي ځوړ (سقوط) په اړه اندېښنې تر هغه وروسته په ډېرېدو شوې چې نږدې څلور میاشتې وړاندې پکې طالبان واک ته ورسېدل.

د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیارده ډالر شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل شوي چې دې ورسره د افغانۍ ارزښت کم، بانکي معاملې ټکنۍ او نغدې پیسې کمې شوې دي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د جنرل سېکرېټري مرستیال ویلي، دوی هڅه کوي چې د دې سازمان او نړیوال بانک له لارې افغانستان ته د پیسو د لېږد زمینه برابره کړي.

ارشیف، کابل کې په بانکونو کې حساب لرونکي د یوه بانک مخ ته راټول شوي چې خپلې پیسې وباسي، خو د بانکي سیستم د ګډوډېدو له امله د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې.
ارشیف، کابل کې په بانکونو کې حساب لرونکي د یوه بانک مخ ته راټول شوي چې خپلې پیسې وباسي، خو د بانکي سیستم د ګډوډېدو له امله د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې.

د مارټین ګریفیټس په خبره په افغانستان کې د نقدو پیسو نشتوالی د هر ډول خدمتونو په وړاندې ستر خنډ دی.

په همدې حال کې د افغانستان مرکزي بانک ویلي، له دغه هېواد سره د بشري مرستو په دوام د چارشنبې په ورځ کابل ته ۱۶ میلیونه نغد ډالر ورسېدل.

افغانستان بانک د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما اړمنو افغانانو ته د نغدي او بشري مرستو مسولیت لري.

د افغانستان بانک خلکو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به بانکي سیسټم خپل عادي حالت ته بدل شي.

XS
SM
MD
LG