د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د جنورۍ پر ۱۶مه د سندرغاړو او سازنده ګانو یوه ورځنۍ سپورټي مېله


سندرغاړی کرن خان له سازندګانو سره د سندرې ویلو پر مهال
سندرغاړی کرن خان له سازندګانو سره د سندرې ویلو پر مهال

په پېښور کې يوې شخصي سپورټس اکېډمۍ د تېر کال په څېر د ځايي سندرغاړو او سازنده ګانو لپاره د روانې جنورۍ مياشت پر ۱۶مه د ''ارټسټ فوټسال ليګ'' په نوم يو ورځنی ټورنامنټ جوړ کړی دی.

د ټورنامنټ تنظيموونکي که څه هم وايي چې تيارۍ يې بشپړې کړي خو د صوبې د لوبو له محکمې د مالي مرستو غوښتنه کوي.

د لوبو د محکمې مشر ډاډ ښيي چې که رسماً ورڅخه غوښتنه وشوه نو مرستې به وکړي.

د پېښور يوشمېر سندرغاړي او سازنده ګان د دوی لپاره د جنورۍ پر ۱۶مه د ''ارټیسټ فوټسال ليګ'' په نوم جوړو د لوبو مسابقو ته خوشاله دي.

نوميالي سندرغاړي کرن خان، چې د دې ټورنامنټ په راجوړولو کې مخکې مخکې دی او له څلورو لوبډلو څخه د يوې هغې کپتان هم دی، د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل، په لوبډلو کې د سيمې هغه کسان هم شامل دي چې پر ټېک ټاک، يوټيوب او فېسبوک د زيات فعاليت له وجې يې شهرت موندلی دی.

''فټسال فټبال ته ورته يوه لوبه ده، خو فرق يې دا دی چې د فوټسال ميدان وړوکی وي، ګولونه يې هم واړه وي او په هره ډله کې پينځه لوبغاړي وي. زموږ د تېر کال ټورنامنټ بلها کامياب وو، تماشې ته ډېر خلک راغلي ول او خوند يې ورکړی وو. د يو ساعت لوبه وي. په دې سياليو کې د سندرغاړو او ساز غږوونکو ترڅنګ د سيمې مشهور ټېک ټاکران، يوټيوبران او پر فېسبوک فعاله کسان هم شامل دي. څو ورځې وشوې چې دوی ټول هر مازيګر تمريني لوبو ته راځي او روحي او فزيکي خوشالي ترلاسه کوي.''

د ارټېسټ فوټسال ليګ د يوې لوبډلې کپتان او سندرغاړی اظهر خان وايي، د دې سياليو پر ورځ به د پښتو موسيقۍ مينه والو ته موقع په لاس ورشي چې د خپلې خوښې سندرغاړي او سازنده ګان نه يوازې له نيږدې وګوري بلکې د هغوی سپورټي صلاحيتونه هم ورته معلوم شي.

''د دې لوبو هدف مو دا دی چې هنرمندان له خپل هنر سره سره بايد ورزش ته هم وخت وباسي. بله دا چې د سندرغاړو او ساز غږوونکو مينه والو ته فرصت برابر شي چې نه يوازې د خپلې خوښې هنرمندان له نيږدې وګوري، د زړه خواله ورسره وکړي بلکې د هغوی فزيکي صلاحيتونه هم ورته معلوم شي.''

د هنرمندانو لپاره د فټسال دا لوبې د پېښور په ټاون سيمه کې د “جې کې ډي” په نوم يوې سپورټس اکېډمۍ جوړې کړې دي.

د دې لوبو يو تنظيموونکی محمد کامل وايي، د ټورنامنټ هدف يې د هنر له لارې خلکو ته د لوبو او ورزش اهميت په ډاګه کول دي.

نوموړي زياته کړه چې د فوټسال ليګ لپاره يې تيارۍ بشپړې کړي، خو که د صوبې د لوبو محکمه ورسره مالي مرسته وکړي نو د هنرمندانو لوبغاړو او د هغوی ليدلو ته د تلونکيو خلکو ښه خدمت او درناوی به وکړای شي.

''له تېر کال راهيسې زه هڅه کوم چې د هنر له لارې د لوبو او ورزش اهميت خلکو ته په ډاګه کړای شم. موږ د فټسال ليګ د سياليو لپاره ۲۰ لاکه روپۍ بوديجه جوړه کړې ده. په دې کې د هنرمندانو لوبغاړو د خوراک څښاک، د هغوی د لوبو د جامو، د وېډيو رېکارډنګ، فوټوګرافۍ، په ټول ښار کې د لږ تر لږه ۱۰۰ تشهيري بورډونو لګول، دا ټول مصرفونه شامل دي. موږ د لوبو له صوبايي محکمې تمه لرو چې مالي مرسته به راسره کړي. ما يو پروپوزل تيار کړی دی، چې هم نن (د جنورۍ پر ۱۲مه) به يې د ډايرکټر په دفتر کې جمع کړم.''

د خيبرپښتوخوا د لوبو محکمې ډايرکټر خالد خان، چې لږې ورځې کېږي دغه څوکۍ يې سمبال کړې، د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل، که د ارټېست فټسال ليګ منتظمينو له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه نو جدي غور به پرې وشي.

''ما تقريباً ۲۰ ورځې مخکې دا دفتر سنبال کړی، خو تراوسه د فټسال ټورنامنټ په اړه هېڅ خبر نه يم. د دې لوبو تنظيموونکي بايد موږ ته رسمي درخواست وکړي. موږ به جدي غور ورباندې وکړو او و به ګورو چې څومره او کوم رقم مرستې ورسره کولی شو.''

د فوټسال په اړه پر انټرنېټ ورکړل شوي معلومات ښيي چې دا لوبه په ۱۹۳۰ز کال کې په جنوبي امريکايي هېواد يوروګوای کې دريافت شوې وه، چې وروسته د برازيل او د دې سيمې د يو شمېر نورو هېوادونو ترڅنګ په امريکا او اروپا کې هم مشهوره شوه.

په پاکستان کې دا لوبه د “پاکستان ساکر فوټسال فېډرېشن” په نوم يوه سازمان مخ ته وړي، چې مرکزي دفتر يې په اسلام اباد کې دی.

د پېښور د ''جې کې ډي سپورټس اکېډمۍ'' چلوونکي او د دې ښار هنرمندان هيله من دي چې په راتلونکي کې د فوټسال سيالۍ په کال کې لږ تر لږه دوه وارې جوړې او د صوبې د ځوان کهول ترمنځ دا لوبه مشهوره کړي.

XS
SM
MD
LG