د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار خطاطان او انځورګر وايي د نظام بدلېدو بې روزګاره کړي


په جلال اباد کې له کلونو راهیسې خطاطان او انځورګر شاګردار روزي.
په جلال اباد کې له کلونو راهیسې خطاطان او انځورګر شاګردار روزي.

ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هغه هېواد د هر قشر وګړي له اقتصادي بحران سره مخامخ شوي دي.

په جلال اباد کې خطاطان او انځورګران وايي چې له تېرو څو میاشتو راهيسې يې د خطاطۍ او انځورګرۍ د تابلوګانو مشتریان کم شوي چې ورسره د دوی روزګار خراب شوی دی.

په جلال اباد کې د مشال راډيو خبریال بازمحمد عابد د عزت الله په نوم د يو تن انځورګر او خطاط سره چې د تېرو اوږدو کلونو راهيسې د هنر په ذریعه خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کوله، خبرې کړي او ريپوټ يې پرې چمتو کړی دی.

خطاطي او انځورګري هغه هنر دي چې له پېړيو راهيسې په افغاني ټولنه کې محبوبیت لري او د افغانستان په موزیمونو کې د خطاطۍ او انځورګرۍ د سلګونو کلونو پخوانۍ نسخې موندل کېږي.

د عزت الله د لاس هنرونه
د عزت الله د لاس هنرونه

د خطاطۍ هنر د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم له اوږدو کلونو راهيسې سابقه لري او په هر دور کې خلکو د دې هنر د زده کړې هڅې کړي چې اکثرو بیا د همدې خطاطۍ او انځورګرۍ د هنر له لارې د خپلې کورنۍ سرپرستي هم کړې ده.

په جلال اباد کې له اوږدو کلونو راهیسې خطاطي او انځورګري کوونکی عزت الله وايي چې د تېرو څو کلونو په دوران کې يې په لسګونو شاګردان روزلي دي.

د ده په وینا، د همدې هنر له لارې يې د روزګار خاوندان کړي وو، خو په خبره يې چې اوس پرې د خپل هنر فنپارې پيټی شوی دی. "ډېر شاګردان مو روزلي، په نورو ولایتونو کې هم شته او دلته په ننګرهار کې هم شته. انځورګرۍ کې هم کار کولای شي او خظاطۍ کې يې هم کولای شي. اوس فعلا بې کار دي، ځکه دلته د هنر قدر نه پاتې. ډېری هنرمندانو نورو مسلکونو ته مخه کړې او ځينې يې په کور ناست دي."

د عزت الله شاګردان
د عزت الله شاګردان

له عزت الله مو وپوښتل چې د انځورګرۍ په برخه کې يې څه ډول تابلو ګانې جوړې کړي؟

نوموړي په ځواب کې وویل،"ډېری انځورګري مې په کلتوري برخه کړې ده، د سولې او ورولۍ په اړه مې تابلوګانې جوړې کړي دي. د ټولنې درد مو انځور کړی دی. اثار شته مګر قدر يې نه شته دی."

عزت الله زیاتوي چې په تېر نظام کې يې د بېلابېلو موضوعاتو سره تړلي انځوریز نندراتونونه وړاندې کړي وو،چې د مینه والو د پام وړ ګرځېدلي وو.

ده وویل، "پخوا موږ څو نندارتونونه جوړ کړي وو. د سولې په باره کې وو، د خشونت ( تاوتریخوالي) په باره کې مو نندارتونونه جوړ کړي وو. خو اوس نه چا د نندارتون د جوړېدو غوښتنه کړې ده، که نه موږ سره انځورونه شته، نندارتون ته تیاری هم لرو."

ده زیاته کړه چې که چېرته ور ته د نندارتون د جوړېدو چانس په لاس ورشي نو تیار دی چې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي.

یوازې خطاطان او انځورګران نه دي چې د هنر له لارې يې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوله، بلکې په جلال اباد کې د خطاطانو او انځورګرانو تر څنګ په لسګونو د فلم او ستيج ډرامو لوبغاړي او په سلګونه سندرغاړي او هنرمندان چې د هنر له لارې يې د خپلو کورنیو سرپرستي کوله، بې روزګاره شوي چې اکثره يې د بې وزلۍ شپې سبا کوي.

د طالبانو حکومت وايي، د هېواد د ټولو وګړو د اقتصادي او مالي ستونزو د هواري هڅې کوي. دوی وايي، په وروستیو کې یوشمېر هېوادونو او سازمانونو له افغانستان سره مرستې کړې دي چې ټولو وګړو ته یې د رسولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG