د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني وزیر اعظم عمران خان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مالي مرستو ستاینه وکړه


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر ۱۲مه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی د پاکستان پر هڅو د اسلامي هېوادونو سازمان (او ای سي) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د اعلان شویو مرستو وروسته د ملګرو ملتونو د هغه ګام ستاینه کوي چې پکې د افغانستان لپاره د پينځو اربو ډالرو د فنډ غوښتنه شوې ده.

نوموړي لیکلي له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوی وکړي ځکه چې هلته له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې خلک د جنګونو او ناامنیو ښکار شوي دي.

یاده دې وي چې د جنورۍ پر ۱۱مه ملګرو ملتونو او ځینو نورو ادارو د افغانستان لپاره د پينځو اربو ډالرو د فنډ اپیل کړی دی. دا د دې سازمان لخوا د یو هېواد لپاره د دومره زیاتو مالي مرستو یوازینی اپیل دی.

ملګرو ملتونو پر خپله وبپاڼه لیکلي، دوی غواړي چې په هغه هېواد کې د صحت او تعلیم غوندې بنیادي سهولتونه د مالي مرستو د نېشتوالي له وجې د ځنډ ښکار نه شي او غواړي خلک خپلو بنیادي حقونو او د ژوند کولو سهولتونو ته لاسرسی ولري.

د مالي مرستو د اپیل د اعلان پر وخت د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو کوارډینېټر مارټن ګرفتس وویل په دغو کې به ۴.۴ اربه ډالره د افغانستان د بشري مرستو د پلان برخه وي چې نېغ په نېغه به د صحت کارکوونکو او نورو ورته کسانو ته ورکړل کېږي.

بلخوا د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د جنورۍ پر ۱۲مه د دغې کمیټې په ناسته کې د ملګرو ملتونو لخوا له افغان ولس سره د ۴،۴ اربو ډالرو مرستې د غوښتنې د هرکلي تر څنګ د مرستو پر عادلانه وېش ټینګار کړی.

دا په داسې حال چې ده چې ملګري ملتونه وايي، اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۲۴ مېلیونه اوسېدونکي یعنې څه باندې نیمايي نفوس پوره خوړو ته لاسرسی نه لري.

افغانستان کې بې کوره شوي کډوال ژمنيو مرستو ته په تمه دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې پر داسې مهال زیاتې شوې دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې طالبان پر هېواد واکمن شول او درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډ مهالی حکومت اعلان کړ چې لا هم نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بيا هم د ملګرو ملتونو په ګډون پاکستان، هند او ځينو نورو هېوادونو له افغانستان سره طبي او خوراکي مرستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG