د لاسرسي ځای

تازه خبر

حیات پرېغال له حکومتي مقدمو ازاد


حیات پرېغال
حیات پرېغال

په اسلام اباد کې د انټرنيټي جرمونو د قضيو څېړلو يوه عدالت د جنورۍ پر ۱۱مه د بشري حقونو فعال حيات پرېغال پرضد د حکومت جوړ کړی هغه کیس ختم کړی دی چې نوموړي پکې د غيرقانوني ډلو لپاره پر ان لاين تبليغاتو تورن وو.

پرېغال نن (د جنورۍ په يوولسمه) مشال راډيو ته وويل، چې دا کیس درې نيم کاله مخکې جوړ شوی خو نن د خپل وکيل لطيف اپرېدي په وکالت پر دوی لګېدلي ټول کيسونه ختم کړل شول. هغه زیاته کړه چې دی به خپله مبارزه روانه ساتي.

د يادونې وړ دي چې حيات پرېغال د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر پینځمه نېټه په ډېره اسماعيل خان کې امنیتي ادارو بې له خبرولو له خپله کوره وړی وو او د پینډۍ په اډاياله جېل کې یې بندي کړی وو. نوموړی د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه په ضمانت له جېله راخلاص شو خو نوم یې په اې سي اېل کې واچول شو.

حيات پرېغال د جنوبي وزیرستان د لدې سیمې اوسېدونکی دی. نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی او د ملي جمهوري غورځنګ اوسنی غړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG