د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب حکومت د مري پېښې پلټلو لپاره کمېټه ګومارلې


مري کې واورو د سړکغاړې ونې پر تلونکو ګاډو چپه کړې دي - انځور له ارشیفه
مري کې واورو د سړکغاړې ونې پر تلونکو ګاډو چپه کړې دي - انځور له ارشیفه

د پنجاب حکومت په مري کې د یخنۍ له کبله د خلکو مړه کېدو په اړه د پلټنو لپاره کمېټۍ اعلان کړې ده.

د پنجاب حکومت دا اعلان له هغه وروسته کړی چې د صوبې اعلا وزیر عثمان بزدار د جنورۍ پر نهمه نېټه هغه سیمې ته سفر وکړ چې د زیاتې واورې له کبله د مړینې پېښې پکې رامینځ ته شوې دي.

د صوبايي حکومت یو بیان وايي، چې دا پینځه کسیزه کمېټۍ به په اووه ورځو کې دننه خپل رپورټ وړاندې کوي.

بیان زیاتوي چې اعلا وزیر عثمان بزدار د ښو او پر وخت انتظاماتو باوري کولو لپاره مري ته د ضلعي حثیت ورکولو اعلان هم کړی دی.

مري دا وخت د پنجاب صوبې د راولپنډۍ ضلعې یو تحصیل دی.

په مري کې د ژغورنې او مرستندویه عملیات روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

یاده دې وي چې د جنورۍ پر اوومه نېټه په دې سیمه کې د زیاتې واورې له کبله په زرګونه ګاډي بند پاتې شوي ول چې پکې لږ تر لږه ۲۲ سېلانیان مړه شول. په مړو کې ۱۰ ماشومان، دوې ښځې او ۱۰ سړي شامل دي. په دې کې د اسلام اباد پوليسو د يوه سب انسپکټر پشمول د هغه د کورنۍ اووه غړي او د مردان سیمې څلور ځوانان هم شامل دي.

پر دغه پېښه د اپوزېشن ګوندونو خپګان ښودلی او پر وخت د خلکو د نه ژغورلو پرسر یې پر حکومت نیوکې کړې دي. یاده دې وي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د دې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG