د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو یارک: اورلګېدنه کې ۱۹ کسان وژل شوي


مرستندویان د جنورۍ پر نهمه په برونکس کې په ودانۍ کې د اور وژلو هڅه کوي.
مرستندویان د جنورۍ پر نهمه په برونکس کې په ودانۍ کې د اور وژلو هڅه کوي.

امریکايي چارواکي وايي، د نهو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۹ کسان هغه وخت مړه شول، چې د نیو یارک ښار په برونکس سیمه کې یوې لویې ودانۍ اور واخیست.

د هغه ښار د اوروژنې ادارې ویلي، د جنورۍ پر نهمه د دې ۱۹ منزله ودانۍ د اور مړه کولو لپاره ۲۰۰ اوروژونکي لاس په کار شول.

په دې اورلګېدنه کې ۶۳ کسان ټپیان شوي، چې له ډلې یې ۳۲ کسان په روغتونونو کې بستر دي.

چارواکي وايي، د اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG