د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په یو شواروز کې د کورونا وایرس ۱،۶۴۹ پېښې ثبت شوي


په کراچۍ کې لسګونه خلک په قطار کې درېدلي چې د کووېډ-۱۹ واکسیني ستنې ولګوي - انځور له ارشیفه.
په کراچۍ کې لسګونه خلک په قطار کې درېدلي چې د کووېډ-۱۹ واکسیني ستنې ولګوي - انځور له ارشیفه.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د نوې بڼې اومېکرون د پېښو تر ثبتېدو وروسته په هغه هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱،۶۴۹ پېښې ثبت شوې دي.

په پاکستان کې یو ځل بیا د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی او د کورونا وايرس وبا په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې د جنورۍ پر ۱۰مه نېټه ليکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې له ناروغۍ څخه درې کسان مړه شوي هم دي، چې ورسره په هغه هېواد کې په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا له پیل راهیسې د مړو رسمي شمېر شاوخوا ۲۹،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

له حکومتي شمېرو سره سم، په پاکستان کې له تېرو پينځو ورځو راهيسې هره ورځ تر ۱،۰۰۰ زياتې پېښې ثبتېږي، چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ راهيسې د ټولو وړجنو کسانو رسمي شمېر شاوخوا تر ۱۳ لکه زیات شوی تر ۱۲ لکه ۵۹ زره پورې کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

بلخوا په پاکستان کې د کورونا وايرس واکسيني بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي اداري (نيشنل کمانډ اینډ اپرېشن سېنټر) پر ووبپاڼه راغلي چې د جنورۍ ۱۰مې تر سهاره په ټول هېواد کې تر ۷۳.۸ مېلیونه زيات کسان بشپړ واکسين شوي دي.

د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان ټوله ابادي شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG