د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس او امریکا ترمنځ خبرې نن پېلېږي


د غونډو دا لړۍ له هغه يوه اوونۍ پس پیل شوې چې روس د اوکراين پولې سره نيږدې پوځي سرتیري ځای پر ځاي کړل. 
د غونډو دا لړۍ له هغه يوه اوونۍ پس پیل شوې چې روس د اوکراين پولې سره نيږدې پوځي سرتیري ځای پر ځاي کړل. 

روسي چارواکو د جنورۍ پر نهمه ويلي چې په جنيوا کې تر خبرو اترو وړاندې د واشنګټن او برسلز لخوا اشارو ناهيلي کړي دي.

انټرفیکس او ریا خبري اژانسونو د روس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سېرګې ریابکفوف له خولې ویلي چې مسکو مذاکراتو ته د تګ په اړه هیله من نه دی.

د ده په وینا، امریکا له روسیې څخه د یو اړخیزه رعایتونو پر ورکولو اصرار کوي.

ریابکوف ویلي چې ((پر هېڅ ریاست ورکولو نه رضا)) کېږي او دا کار هېڅ امکان نه لري.

سپینه ماڼۍ وايي، امکان دی ریابکوف او د امریکايي پلاوي مشره او د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره وېنډي شېرمن به د جنورۍ پر نهمه په جنیوا کې د رسمي ماښامنۍ ډوډۍ پر مهال ((لومړني مذاکرات)) پیل کړي او د جنورۍ پر لسمه به بیا ((اصلي غونډه)) ولري.

په جنيوا کې به تر دې ستراتيژيکو او امنيتي خبرو وروسته د جنورۍ پر ۱۲مه د روس او ناټو سازمان د غړیو تر منځ خبرې اترې کيږي.

په اروپا کې د همکارۍ او امنيت سازمان غونډه به د جنورۍ پر ۱۳مه په ویانا کې کيږي چې پکې به روس امریکا او اوکراين برخه اخلي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د جنورۍ پر اتمه په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل چې په دې خبرو اترو کې به څه پخې ژمنې نه وي خو زیاته يې کړه چې امریکايي چارواکي په دې اند دي چې ممکنه ده له روس سره د پرمختګونو لارې چارې پیدا شي.

د غونډو دا لړۍ له هغه يوه اوونۍ پس پیل شوې چې روس د اوکراين پولې سره نيږدې پوځي سرتیري ځای پر ځاي کړل.

د روسي سرتيرو ځای پر ځای کيدو هغه اندیښنې زیاتې کړې چې ګواکې مسکو پر اوکراين د يو بل يرغل تیاري کوي ، خو مسکو وايي دا اراده نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG