د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې تر ۳۰۰ میلیونه واوښتې


 روغتیایي متخصصان خبرداری ورکوي، که ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شي، په نړۍ کې به روغتیایي خدمات ټکني کړي.
روغتیایي متخصصان خبرداری ورکوي، که ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شي، په نړۍ کې به روغتیایي خدمات ټکني کړي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون لخوا، د جنورۍ پر اوومه، د خپرو شویو شمېرو له مخې په نړۍ کې د کورونا وبا ثبت شوې مثبتې شمېرې تر ۳۰۰ میلیونه واوښتې.

د کورونا په اومېکرون بڼې چې ژر خپرېږي په لسګونو هېوادونو کې ګڼ کسان اخته شوي دي، خو هغه کسان چې واکسین یې کړی دی او په اومېکرون اخته شوي دي په هغوی کې د کورونا سختې نښې نه لیدل کېږي او د دې بڼې د مړینې کچه هم کمه ده.

پر دې سربیره روغتیایي متخصصان خبرداری ورکوي، که ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شي، په نړۍ کې به روغتیایي خدمات ټکني کړي.

که څه هم په نړۍ کې، د کورونا ثبت شوې مثبتې شمېرې تر ۳۰۰ میلیونه اوښتې دي، داسې باور کېږي چې په ټوله نړۍ کې به اصلي شمېرې تر دې څو برابره زیاتې وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، تر اوسه نږدې پنځه نیم میلیونه کسان په نړۍ کې کورونا وژلي دي او داسې اټکل کېږي چې دا شمېرې به هم دوه درې برابره تر دې ډېرې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG