د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: پر ډيورنډ کرښې د اغزن تار لګولو معامله به له سفارتي لارې هواره شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار د معاملې هوارولو په اړه یې له طالب چارواکو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

د جنورۍ پر اوومه په ملتان کې یو خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال شاه محمود قریشي وویل چې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو موخه د تګ راتګ منظم کول دي او حکومت یې دغه لور ته ګامونه پورته کوي.

نوموړي زیاته کړه، هیله من دی چې دا معامله به له سفارتي لارو هواره شي او په دغه اړه ورته طالب چارواکو مثبت ځواب ویلي دي.

قریشي وویل: "ګورئ د افغانستان او پاکستان ترمینځ په پوله چې کوم ازغن تار لګول کېږي، دا کار په ۲۰۱۷ز کال کې پیل شوی و او تراوسه یې ۹۴ یا ۹۵ فیصده کار بشپړ شوی دی."

خو د طالبانو حکومت د نوموړي د تازه څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د ډېسېمبر پر ۲۲مه طالب وسله والو پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار لګولو مخه ونیوله.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ځواکونو یې د پاکستان امنیتي ځواکونه په ننګرهار کې په پوله د غیرقانوني ازغن تار لګولو نه منع کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې حکومتونو له پاکستان سره ۲۶۰۰ کلومیټره پوله متنازعه بللې او ویلي یې دي چې د ازغن تار په لګولو سره به کورنۍ تقسیم شي او د خلکو ټولنیز ژوند به اغېزمن شي.

خو پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي او وايي، دا کار د ترهګرۍ د مخنیوي او په پوله د تګ راتګ قانوني کولو لپاره کوي.

XS
SM
MD
LG