د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: دير کې د واورو او بارانونو له کبله شپږ کسان مړه شوي


د بره دیر اوسېدونکو د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته ويلي چې د واورو له کبله يو شمېر لارې او سړکونه هم تړل شوي دي. انځور- ارشیف
د بره دیر اوسېدونکو د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته ويلي چې د واورو له کبله يو شمېر لارې او سړکونه هم تړل شوي دي. انځور- ارشیف

د پاکستان د نورو برخو په شان په خيبر پښتونخوا کې هم له شاوخوا پينځو ورځو راهيسې د واورو او بارانونو لړۍ روانه ده.

د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې په وينا په غرييزو سيمو کې د واورو او بارانونو له کبله لويې لارې بندې شوې چې دوی يې د بيا پرانيستلو هلې ځلې پيل کړې دي.

بلخوا د بره دير ډپټي کمېشنر محمد شعیب خان د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې هلته له واورو او بارانونو سره تړليو پېښو کې شپږ کسان مړه شوي او ځينې نور ژوبل شوي دي. د نوموړي په وينا، يوشمېر ودانيو ته هم زيان رسېدلی دی.

د بره دیر اوسېدونکو د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته ويلي چې د واورو له کبله يو شمېر لارې او سړکونه هم تړل شوي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په وينا، په دې هېواد کې به د روانو واورو او بارانونو لړۍ د جنورۍ تر نهمې پورې دوام ولري.

په عين حال کې د خيبر پښتونخوا د قدرتي افتونود نظم ادارې ويلي چې اغېزمن کسان د اړينو مرستو لپاره پر ۱۷۰۰ شمېره باندې په وړيا ډول زنګ وهلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG