د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۲۹۳ پېښې ثبت شوې


د پاکستان د روغتیا ملي مرکز (اېن ای اېچ) د تېرې میاشتې په پای کې په هېواد کې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې لسګونه پېښې تایید کړې.
د پاکستان د روغتیا ملي مرکز (اېن ای اېچ) د تېرې میاشتې په پای کې په هېواد کې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې لسګونه پېښې تایید کړې.

پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۲۹۳ پېښې ثبت شوې دي. دا په هغه هېواد کې پرله پسې دویمه ورځ ده چې تر ۱۰۰۰ زیات کسان په کورونا وایرس اخته کېږي.

د کورونا وایرس په اړه د حکومتي ووبپاڼې له نننیو ارقامو سره سم، په پاکستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا له پیل راهیسې د کورونا وایرس د وړجنو کسانو شمېر تر ۱۳ لکو اوښتی دی چې پکې ۲۸۹۶۱ کسان له ناروغۍ مړه شوي خو تر ۱۲ نیمو لکو زیات ورڅخه رغېدلي دي.

د پاکستان د روغتیا ملي مرکز (اېن ای اېچ) د تېرې میاشتې په پای کې په هېواد کې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې لسګونه پېښې تایید کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اومېکرون بڼه د پخوانیو بڼو پرتله په چټکۍ خپرېږي. په پاکستان کې د کورونا وایرس د وبا د څار او کنټرول ادارې مشر او د پلانونو او پرمختیايي چارو وزیر اسد عمر د جنورۍ پر پینځمه پر خلکو غږ وکړ چې د احتیاطي تدابیرو د عملي کولو ترڅنګ دې ځانونه واکسین کړي.

له حکومتي ارقامو سره سم، د جنورۍ اوومې تر سهاره په پاکستان کې شاوخوا ۷۳ لکه کسان بشپړ واکسین شوي دي. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان ابادي شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG