د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر د میرلي پرلتوالو ته د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړ


پرلتوال له حکومته غوښتنه کوي چې د وسله والو خلاف د عملیاتو پرمهال دې خلک نه ځوروي.
پرلتوال له حکومته غوښتنه کوي چې د وسله والو خلاف د عملیاتو پرمهال دې خلک نه ځوروي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ویلي دي چې د میرلي له پرلتوالو سره یې خبرې روانې دي.

دا خبره شاهد علي خان د جنورۍ پر پینځمه پر داسې مهال کړې چې په میرلي کې د خیسور اوسېدونکو احتجاجي پرلت پر څلورمه ورځ هم دوام لري.

پرلتوال د جنورۍ له درېیمې نېټې راهیسې په احتجاج دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د وسله والو خلاف د امنیتي ځواکونو په کارروایانو کې دې ځايي ولس نه ځوروي.

د پرلت یو ګډونوال جمال داوړ د جنورۍ پر پینځمه مشال راډيو ته وویل چې د اتمانزیو مشرانو جرګې په خواست یې د بنو-میرامشا تړلی سړک خلاص کړی خو د سړک غاړې یې پرلت لا هم روان دی.

پرلتوال وايي، ځايي انتظامیې ته یې د جنورۍ تر شپږمې پورې وخت ورکړی او که غوښتنې و نه منل شوې نو سړک به بیا وتړي.

خو د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان وايي، پرلتوالو ته یې د غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړی دی. ده وویل، د امنیتي عملیاتو پر مهال د عام ولس د ژوند خیال ساتل کېږي.

په میرلي کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۳۰مه په خیسور کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول.

وروسته امنیتي څواکونو په سیمه کې د لټون علمیات پیل کړل. پرلتوالو تور پورې کړی چې د عملیاتو پر مهال یوه ۱۲ کلنه ماشومه په مرمۍ لګېدلې او وژل شوې ده.

پوځ لا د جان سدې په نوم د ماشومې د وژنې په اړه څه نه دي ویلي او معلومه نه ده چې نوموړې څنګه ووژل شوه. خو یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د عملیاتو پر وخت د ولسي وګړو د ځان او مال خوندیتوب ته پام کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG