د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس تر ۱ مېلیون زیاتې پېښې ثبت شوي


د امریکا حکومت پر خلکو ټینګار کړی چې د احتیاط ترڅنګ دې ځانونه واکسین کړي - انځور له ارشیفه.
د امریکا حکومت پر خلکو ټینګار کړی چې د احتیاط ترڅنګ دې ځانونه واکسین کړي - انځور له ارشیفه.

په امریکا کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس وهلیو شمېر تر یو مېلیون اوښتی دی.

دا بېساری شمېر تر هغې څو ورځې وروسته اعلان شو چې د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ز کال په درشل کې ټولې نړۍ ته د کورونا وایرس وبا په اړه خبرداری ورکړی وو او ویلي یې ول چې که خلک ژر تر ژره ځانونه واکسین نه کړي نو د پېښو یوه "څونامي" به راشي.

د دې ناروغۍ په اړه معلومات خپروونکي امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، د جنورۍ تر درېیمې پورې په امریکا کې څه د پاسه یو مېلیون په وایرس اخته شوي دي چې دا شمېر تراوسه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېساری او تر بل هر وخت لوړ دی.

له رپورټونو سره سم، د امریکا په نویو ثبت شویو پېښو کې غوڅ اکثریت د اومېکرون بڼې هغو دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) مشر د تېر کال په پای کې خبرداری ورکړی وو چې د کورونا وایرس اومېکرون او ډېلټا بڼې ښايي په ګډه نړۍ د "پېښو له څونامۍ" سره مخامخ کړي او په دې ډول د روغتیا نظامونه تر زښت فشار لاندې راولي. تېدروس ایدهانوم ګیبریېسس دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۹مه په داسې حال کې کړې وه چې تر دې مخکې څېړنو ښوولې چې د وایرس اومېکرون بڼه خلک سخت نه ناروغوي.

پر دې سربېره چې په امریکا کې د جنورۍ له درېیمې نېټې څخه د کورونا مثبتې پېښې په بېساري ډول لوړې دي، خو د تلفاتو شمېر د پخوا پرتله کم دی. جان هاپکېنز پوهنتون وايي، په هغه هېواد کې د تېرو اووه ورځو پرمهال ۸،۶۵۲ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG