د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قاضي فایز عیسا مېرمن چا او ولې ځورولې ده؟


پاکستان سپریم کورټ
پاکستان سپریم کورټ

پاکستان بار کونسل او سپریم کورټ بار ايسوسيشن پر حکومت غږ کړی چې د سپریم کورټ د قاضي فايز عيسا د ميرمنې سيرینا عیسا د ځورونې د ذمه وارو پرضد دې کاروايي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه سرینا عيسا د سیند او وفاقي حکومت ته په يو خط کې دعوه کړې وه چې د ډېسمبر پر ۲۹مه د کراچۍ په ډيفينس هاوسنګ سوسايټۍ کې د خپلې لور سره په خپل کور کې وه چې پرله پسې دوه دوه کسان د هغې کور ته بغیر له اجازته ورننوتل او له دې یې د ذاتي مالوماتو په اړه پوښتنې ګرويژنې وکړې.

مشال راډیو ته تر لاسه شوي دې خط په متن کې ليکلي شوي چې "دغو نامعلومو کسانو خپله پيژندګلوي د ریاستي ادارو د کارکونکو په توګه کوله او د کورنۍ د غړو په اړه يې پوښتنې کولې او ګواښ يې وکړ چې که مالومات زر تر زره ورنکړل شې نو بیا نتيجو ته تیار سی."

سرینا عیسا د دې لیک په متن کې زیاته کړې چې لومړي دوه کسان د دوي کور ته ورغلل نو هغې ترې د ورتګ د قانوني جواز او شناخت پوښتنه وکړه.

د دې په وینا، "دې کسانو د قانوني جواز د پوښتنې ځواب ونه ويلو البته په هغو کې یو کس خپل شناخت د ملټري انټلیجنس د محمد امجد په نامه وکړو او بل کس د نوم ښودلو نه انکار وکړو."

سرینا عيسا ليکلي دي چې د دې کسانو د برخورد له وجې هغه او لور يې ډېرې ویرېدلې وې.

سرینا عيسا پرمخ لیکي چې کله دوه کسان لاړل نو بیا نور دوه کسان د هغې کور ته ورننوتل او پکې يو کس خپل شناخت د کورنیو چارو د وزارت د یوې استخباراتي ادارې د انسپیکټر محمد ذيشان په نامه وکړو خو بل کس نامه ونه ښودله.

د سپریم کورټ د وکيلانو د اتحاديي مرستیال مشر خوشدل خان مشال راډیو ته وويل چې د دې اقدام غندنه کوي او د ده په وینا، دا د ریاست ذمه واري ده چې د هر وګړي د کور پردې حفاظت وکړي.

ده وویل، "دا خط به سیند حکومت ته هم تر لاسه شوی وي، پکار ده چې صوبايي حکومت په دې لړ کې خپل دريځ په ډاګه کړي او تر دې دمه د خپلې خاموشۍ وضاحت وکړي او په اییني توګه که چيرته صوبايي حکومت په خپلو ذمه وارو تر سره کولو کې ناکامه شي نو بیا دا خط مرکزي حکومت ته هم استول شوی دی ، د مرکزي حکومت هم ذمه واري جوړیږي چې په دې لړ کې پلټنې وکړي."

د پاکستان بار کونسل مرستیال مشر عابد ساقي وايي چې دې رجحان ته بلنه د "ډيپ سټيټ" د کردارونو پرضد د قاضۍ فايز عیسا عدالتي پریکړو ورکړې ده.

په پاکستان کې سیاستوال، وکیلان او د بشري حقونو فعالان زیاتره وخت د "ډیپ سټېټ" نوم د ملک پوځ او جاسوسي ادارو ته په اشاره کاروي.

عابد ساقي وویل، "د ډيپ سټيټ ځواکونه له قاضي فايز عيسا نه خوشاله نه دي ، نو ځکه په بیا بیا هغه او د هغه کورنۍ ځورول کيږي ، د قاضي فايز عيسي کارکردګۍ او عدالتي پریکړو هغو حدونو ته رسايي کړې ده چې د پاکستاني پوځ د چارواکو حدونه دي."

سرینا عیسا دا لیک د سیند صوبې کورنیو چارو وزارت او د پوليسو د مشر تر څنګ د دفاع او کورنيو چارو د وفاقي وزارت چارواکو ته هم استولی دی او د دې کسانو پرضد یې د مقدمې درجولو او کاروايي غوښتنه کړې ده.

د کراچي جنوبي د پوليسو مشر شيخ زبير نزير د دې پیښې او د سرینا عيسا لخوا د لیک په اړه ناخبري څرګنده کړه.

د سیند صوبايي وزیر سید ناصر حسین شاه هم له مشال راډیو سره په خبرو کې په دې اړه ناخبرۍ وښودله.

خو ده وویل، " زه په دې اړه ناخبره يم خو موږ لپاره دوي قابل احترام دي ، یو خو دا د يو قاضي میرمن ده اوبله ښځه ذات هم ده ، که داسې کومه پیښه شوې وي نو موږ به کاروايي کوو ، که میرمن عيسا د چا پر ضد ایف آي ار درجول غواړي نو مقدمه به هم درجوو او دوي ته به حفاظت هم ورکوو."

د دې مسلې په اړه مو د پاکستان د کورنیو او دفاع چارو وزارتونو ته په بیا بیا ټلیفون وکړ خو په خبرو کې بریالي نه وو.

د پاکستان په سپریم کورټ کې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په دې اړه له اړونده ادارو او چارواکو د تفصیلاتو غوښتنه شوې ده خو هغوي ورته لا ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG