د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعلی محمود خان: د لسیزو پرمختيايي پلان مو جوړ کړی


د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان وايي، حکومت یې د صوبې د پرمختګ لپاره د لسیزو پلان جوړ کړی دی.

نوموړي دا خبره د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په سوات کې د ځايي مشرانو جرګې ته په وینا کې کړې ده. هغه وویل چې په دې برخه کې یوازې په سوات کې د ۲۳۰ اربه روپۍ بېلا بېلې پروژې سرته رسوي.

نوموړي ادعا وکړه چې په راتلونکو ۳۰ یا ۴۰ کاله کې به په سوات کې د اسانتیاوو په برخه کې هیڅ مسله نه وي. خو په دې جرګه کې شریکو یو شمېر مشرانو مشال راډیو ته وویل چې په اوس وخت کې د دوی تر ټولو لویه مسله ګراني ده او د دوی په وینا، وزیراعلا د هغه په اړه هیڅ هم ونه ویل.

دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې تر نور څه وړاندې د راغلې ګرانۍ مخه ونیسي کوم چې د دوی په خبره عام ولس سخت ځپلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG