د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: د مسلم ليګ نواز پنجاب اسمبلۍ غړی په وسله وال بريد کې ژوبل شوی


د پنجاب اسمبلۍ ودانۍ
د پنجاب اسمبلۍ ودانۍ

پولیس وايي، په پنجاب اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) غړی بلال یاسین په یو وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

پولیسو د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په یو بیان کې ویلي چې پر بلال یاسین د لاهور په سلامت محله کې پر موټرسایکل سپرو دوو وسله والو ډزې کړې دي او په تېښته کې بریالي شوي دي.

د مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مريم نواز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د بلال یاسین پر خېټه او پښه ګولۍ لګېدلي خو ډاکټرانو ورته ویلي چې اوس یې حالت له خطره بهر دی. بل خوا د مسلم لیګ (ن) رهبر نوازشریف پر بلال یاسین ډزې ترهګري بللې او د مجرمانو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

د پنجاب اعلا وزير عثمان بزدار په یو بیان کې د برید غندنه کړې او امنیتي ادارو ته یې په برید کې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی دی. تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG