د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند تر واک لاندې کشمیر په یوه معبد کې ټیل ماټیل ۱۲ کسان ووژل


د هندوانو معبد
د هندوانو معبد

د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یوه معبد کې د جنورۍ د لومړۍ نېټې پر سهار، د ګڼې ګوڼې له امله په ټیل ماټيل کې، لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.


ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د ویشنو دیوي په نوم د هندوانو په مشهور عبادت ځای کې د دې پېښې پر مهال ۱۳ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

د ځینو ټپيانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

عیني شاهدان وایي، کله چې خلکو د نوي کال د عبادت لپاره بېړه وکړه، یو بل پسې ولوېدل.

د ویشنو دیوي معبد د جمو له ښاره نېږدې ۶۰ کیلومټره لرې پروت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG