د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي د پخوانیو افغان پوځي سرتېرو د ځورونو پلټنې کوي


طالبان وايي، ځورونو د پېښو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. انځور له ارشيفه
طالبان وايي، ځورونو د پېښو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. انځور له ارشيفه

د طالبانو حکومت وايي، د پخوانیو پوځي سرتېرو، قوماندانانو او نورو فعالانو د نیونو، ورکېدو او ځورونو پېښې تعقیبوي.

د طالبانو یوه ویاند احمد اله وثیق د ډېسېمبر د ۳۰مې په ماښام مشال راډیو ته وویل، طالبان د خپل مشر، ملا هبت اله اخندزاده د عمومي بښنې فرمان ته ژمن دي. ده وویل، د ځورونو د پېښو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه، د افغانستان د ملي پوځ د یوه پخواني قوماندان رحمت الله قادري یوه ویډیو خپره شوه چې پکې ښکاري چې وسله وال یې شکنجه کوي. تر دې وروسته، د ډېسېمبر پر ۲۸مه، پر ټولنیزو شبکو هغه ویډیو خپره شوې چې پکې ظاهراً طالبانو یو ځوان پر فېسبوک پر هغوی د انتقاد پر سر نیولی او ځوروي یې.

دې ویډیوګانو پر ټولنیزو شبکو د خلکو غبرګون وپاراوه. خو وثیق زیاته کړه چې د ډېسېمبرد ۲۸مې د ویډیو په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی دی او ورڅخه یې تحقیقات پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG