د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران پر خلايي ازموینې اندېښنه ښودلې


ايران وايي، درې سپوږمکۍ یې د یوه راکټ په وسیله خلا ته لېږدولې دي. انځور له ارشيفه
ايران وايي، درې سپوږمکۍ یې د یوه راکټ په وسیله خلا ته لېږدولې دي. انځور له ارشيفه

امریکا د ایران پر تازه خلايي ازموینې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې ډول فعالیتونو کې داسې ټېکنالوژي کارېږي چې له هغه هېواد سره د بیلېسټېک توغندیو پروګرام په پرمختګ کې مرسته کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند پرون (د ډېسېمبر پر ۳۰مه) وویل، امریکا ((د ایران له لوري د فضايي راکټونو د پرمختګ په اړه تشویش لري)) ځکه چې دا د وسلو ((د جوړولو او پراختیا)) په برخه کې ((د پام وړ اندېښنې پاروي.))

ویاند وویل، په فضايي راکټونو کې داسې ډول ټېکنالوژۍ کارېږي ((چې د اوږد واټن ویشتونکو نظامونو په ګډون د بیلېسټېک توغندیو)) د جوړولو ټېکنالوژۍ ته ورته دي او یا په هغه برخه کې هم استعمالېدای شي.

ویاند وویل، د ایران ازموینه د ملګرو ملتونو د یوه پرېکړه لیک سرغړونه ده. تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ایران د دفاع وزارت ویاند احمد حسیني وویل، درې سپوږمکۍ یې د یوه راکټ په وسیله خلا ته لېږدولې دي او دا چې هغه توغندی له ځمکې ۴۷۰ کیلومیټره پورته سطحې ته رسېدلی دی. تر اوسه روښانه نه ده چې توغندی په بریا د ځمکې تر مداره رسېدلی او که نه.

د ایران تسنیم خبري اژانس د حسیني له خولې ویلي چې ازموینه د ((فضايي څېړنو د ماموریت)) برخه وه. دا راکټ په ویانا کې د ایران د اټومي موافقې د احیا لپاره د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د مشکلو خبرو پرمهال توغول شوی دی.

په ۲۰۱۸ز کال کې له موافقې څخه د امریکا له وتلو راهیسې هغه تړون له ګواښ سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG