د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ولسمشر له خپل روسي سیال سره ټېلېفوني خبرې کوي


ټاکل شوې چې بایډن او پوتین د اوکراین پر سر د ترینګلتیا زیاتېدو په اړه خبرې وکړي. انځور له ارشیفه
ټاکل شوې چې بایډن او پوتین د اوکراین پر سر د ترینګلتیا زیاتېدو په اړه خبرې وکړي. انځور له ارشیفه

ټاکل شوی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټېلېفوني خبرې وکړي.

دواړه مشران د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر داسې مهال غږېږي چې د اوکراین له پولې سره نېږدې د زیات شمېر روسیو سرتېرو ځای پر ځای کولو د دواړو هېوادو ترمینځ ترینګلتیا زیاته کړې ده. په ورته وخت کې مسکو له واشنګټنه پراخ امنیتي ضمانتونه غواړي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویاندې ایمیلي هارن د ډېسمبر پر ۲۹مه په بیان کې وویل چې دواړه مشران به پر یوشمېر موضوعاتو وغږېږي چې پکې له روسیې سره په راتلونکې کې پر سفارتي تعلقاتو بحث هم شامل دی.

بل لوري ته ټاکل شوې چې د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۰مه په جینیوا کې د امريکا او روسیې چارواکي د مسکو د امنیتي غوښتنو په ارتباط خبرې وکړي. هغو مذاکراتو ته وار له مخه تیاری روان دی.

مسکو ختیځ لوري ته د ناټو ممکنه پراختیا او واشنګټن له اوکراین سره نېږدې د روسیې پراخ پوځي حضور په اړه اندېښني لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG