د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په کولاراډو ایالت کې د ډزو پېښه کې ۵ کسان وژل شوي


د کولوراډو ایالت پولیسو یو سړک تړلی دی - انځور له ارشیفه
د کولوراډو ایالت پولیسو یو سړک تړلی دی - انځور له ارشیفه

پولیس وايي، د امریکا په کولاراډو ایالت کې د ډزو د هغې پېښې پلټنې کوي چې پکې لږترلږه پینځه ولسي وګړي ووژل شول.

ډزې د ډېسېمبر پر ۲۷مه د ایالت په ډېنور ښار کې شوي چې پکې یو مشکوک تن دوه ښځې ووژلې او پر وجود د خالونو وهلو او انځورونو جوړولو په ځای کې یې یو کس ژوبل کړ. لږ ساعت وروسته هم هغه تن د ډېنور په یوه بله برخه کې یو بل سړی وویشت.

پولیس وايي، د ډېنور له یوه روغتون سره نېږدې هم په یوه کوڅه کې ډزې شوي خو څوک پکې نه دي ژوبل شوي.

لږ ساعت وروسته، پولیس مشکوک کس پسې ورغلل او د ګاډي د درولو یې ورته وویل. د پولیسو په خبره، په هغه وخت کې په دوه طرفه ډزو کې د پولیسو ګاډی ولګېد او مشکوک کس وتښتېد.

دوی وايي، هغه مشکوک بریدګر په یوه بله سیمه کې یو کس وواژه او بیا یې له پولیسو سره نښته وشوه. هغه سړی د پېښې له ځایه منډې کړې او په یوه هوټل کې یې یو محرر وواژه. پولیس وايي، تر دې څه وخت وورسته یې له مشکوک وسله وال سره بیا ډزې وشوې چې پکې هغه ووژل شو او یو پولیس ژوبل شو.

دا تر اوسه روښانه نه ده چې ایا هغه مشکوک کس پولیسو وواژه او که نه؟ پولیس وايي، مشکوک کس لېنډن مېکلایډ نومېده چې د هغوی تر څار لاندې وو او ۴۷ کان وو.

پولیس زیاتوي چې د ډزو د پېښې لامل معلومولو هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG