د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ۱۹ کلونو اسیا کپ: پاکستان عرب اماراتو او هند افغانستان ته ماته ورکړه


د روانو سياليو پايلوبه به د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په دوبۍ کې کېږي.
د روانو سياليو پايلوبه به د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په دوبۍ کې کېږي.

تر ۱۹ کلنو کم عمره اسیایي جام کرکټ سياليو لړ کې د ډېسمبر پر ۲۷مه پاکستان متحده عربي اماراتو او هند افغانستان ته ماتې ورکړه.

په دې لړ کې د ډېسمبر پر ۲۸مه سريلنکا له بنګله دېش او کويت له نيپال سره سيالي کوي.

د ډېسېمبر پر ۲۳مه پيل شويو دې یو ورځنیو يا ۵۰ اووريزه سیالیو کې اتو لوبډلو برخه اخېسته ده.

افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش او سریلنکا هغه لوبډلې دي چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري.

د دوی ترڅنګ د کوربه هېواد متحده عربي اماراتو په ګډون کویت او نیپال تر اوسه د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړيتوب نه دی ترلاسه کړی.

د روانو سياليو پايلوبه به د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په دوبۍ کې کېږي.

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم‌ عمره ملي لوبډلې په اسیایي جام کې پرون خپله لوبه له هنده وبايلله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG