د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي پوځ د جنوبي وزیرستان ۶ ولسي وګړي نيولي


پخوانی تصویر: په جنوبي وزیرستان کې پاکستاني پوځيان د ګزمې په مهال
پخوانی تصویر: په جنوبي وزیرستان کې پاکستاني پوځيان د ګزمې په مهال

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) تور پورې کړی چې پاکستاني پوځ د لټون عملیاتو پر مهال د جنوبي وزیرستان د شکتوی سیمې شپږ "بې ګناه ولسي وګړي" بیولي دي.

د پي ټي اېم يو ځايي مشر همایون توریالي د دیسمبر پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې پوځ دا کسان د ډېسېمبر پر ۱۴مه هلته تر یو چاودنې وروسته له ځان سره وړي دي. په هغه حمله کې یو سرتېری ژوبل شوی وو. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه.

خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خانزېب مومند مشال راډیو ته ويلي چې دوی په دې پېښه حال نه لري. د جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر فرحان خان هم مشال راډیو ته وویل چې هغه سیمه د پوځ تر واک لاندې ده او هغوی دوی ته په دې اړه هېڅ هم نه دي ویلي. دی زیاتوي چې د سیمې مشرانو هلته له پوځ سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی.

تر دا مهال د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي خو په تیرو وختونو کې يې ويلي چې په قبايلي ضلعو کې د دوی فعالیتونه د وسله والو او تشدد کونکو او د هغوی د پلویانو پرضد دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG