د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د وژل کېدو ۱۴ کاله پوره شول


بېنظیر بوټو په ۱۹۸۸ کال کې د وزریراعظمۍ د دندې لوړه کوي
بېنظیر بوټو په ۱۹۸۸ کال کې د وزریراعظمۍ د دندې لوړه کوي

د ۲۰۲۱ کال د دیسمبر په ۲۷مه، د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو ۱۴ تلين لمانځل کېږي.

هغه د ۲۰۰۷م کال د ډېسمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ په لیاقت باغ کې تر جلسې وروسته په یو ځانمرګي برید او ډزو کې وژل شوې وه. تحريک طالبان پاکستان د دې حملې ذمه واري منلې وه.

ټاکل شوې ده چې د بېنظیر بوټو ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ یې د ملک په یو شمېر ښارونو کې تلین ولمانځي خو مرکزي جلسه به په ګړي خدابخش کې ترسره کېږي. دې جلسې ته به د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري، د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او یو شمېر نور مهم سیاستوال ویناوې کوي.

بېنظیر بوټو په نړۍ کې لومړنۍ ښځه وه چې د يو مسلمان هېواد وزیراعظمه منتخبه شوه. هغه دوه ځل د پاکستان وزيراعظمه پاتې شوې وه.

د بېنظیر بوټو سياسي ژوند ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG