د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یونان سمندر کې د کډوالو بېړۍ ډوبه شوې


دا په تېرو درو ورځو کې درېيمه داسې پېښه ده چې په مجموعي توګه پکې شاوخوا ۲۷ تنه وژل شوي دي. انځور- ارشیف
دا په تېرو درو ورځو کې درېيمه داسې پېښه ده چې په مجموعي توګه پکې شاوخوا ۲۷ تنه وژل شوي دي. انځور- ارشیف

د یونان په ايګيېن سمندر کې د ډېسېمبر پر ۲۴مه د یوې کشتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کډوال مړه شوي دي.

د یونان ساحلي ځواک ویلي چې دا کشتۍ له پاروس نومي ټاپو څخه شاوخوا اته کیلومیټره لرې ډوبه شوې ده. خو د دوی په وینا، په بېړۍ کې سپاره ۶۲ کسان ژغورل شوي دي. ژوندي پاتې شویو، ساحلي ځواک ته ویلي چې شاوخوا ۸۰ کسان په دې کښتۍ کې سپاره وو.

دا په تېرو درو ورځو کې درېيمه داسې پېښه ده چې په مجموعي توګه پکې شاوخوا ۲۷ تنه وژل شوي دي.

د افریقا، اسیا او منځني ختیځ له جګړو د تښتېدونکو کډوالو لپاره یونان هغه ځانګړې لاره ده چې دوی ځان اروپايي هېوادونو ته ورباندې رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG