د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ژوب کې د څلور کسانو مړي موندل شوي


چارواکي وايي، مړي یې له ژوب سره نېږدې په سرکڅ کې موندلي ول چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه یې خاورو ته وسپارل
چارواکي وايي، مړي یې له ژوب سره نېږدې په سرکڅ کې موندلي ول چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه یې خاورو ته وسپارل

د بلوچستان د ژوب ځايي چارواکي وايي، د هغو څلورو کسانو مړي یې امانتاً خاورو ته سپارلي چې د ډېسېمبر پر ۲۲مه په سرکڅ کې موندل شوي ول.

سرکڅ له ژوب ښاره شاوخوا ۲۲ کېلومیټره لیرې پرته غرنۍ سیمه ده.

د ژوب تحصیلدار عبدالسلام موساخېل د ډېسېمبر پر ۲۳مه د مړو تر ښخولو وروسته مشال راډیو ته وویل، د وژلیو کسانو پېژندګلوي یې لا نه ده کړې او تر اوسه معلومه هم نه ده چې چا او ولې یې وژلي ول.

دی وايي، یوه شپانه هغه مړي موندلي او بیا یې د کلي خلک خبر کړي ول. دی وايي، د کلیو اوسېدونکو انتظامي چارواکو ته د پېښې خبر ورکړ.

د موساخېل په خبره، داسې ښکاري چې هغه کسان شاوخوا دوه میاشتې مخکې وژل شوي ول. دی وايي، د هغوی پېژندګلوي ځکه هم ګرانه ده چې پر مړو خاوره پرته وه او ورباندې چونه هم اچول شوې وه چې له وجې یې وجود لا زیات خراب شوی وو.

دی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې هغه کسان څنګه وژل شوي ول خو زیاتوي، لېویز سرتېرو یې د پېژندګلوۍ او د وژنې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG