د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کووېډ-۱۹ وبا پر لومړي کال امریکا کې د ابادۍ وده تر ټولو ټیټ کچ ته ورسېده


په نیو یارک کې خلک د کووېډ-۱۹ واکسیني ستنو وهلو لپاره په قطار کې ولاړ دي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۱۸مې انځور.
په نیو یارک کې خلک د کووېډ-۱۹ واکسیني ستنو وهلو لپاره په قطار کې ولاړ دي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۱۸مې انځور.

د کورونا وايرس جهاني وبا په لومړي کال کې د امریکا د ابادۍ وده د هغه هېواد د تاريخ تر ټولو ټېټې کچې ته لوېدلې ده.

د امريکا د نفوسو ادارې د ډېسېمبر پر ۲۱مه وویل، د دې لاملونه هغه هېواد ته ورتلونکو کډوالو شمېر کمېدل، په حمل کې ځنډ او د کووېډ-۱۹ وبا له کبله د سلګونو زره کسانو مړينه ده.

د نفوسو ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ز کال له جولای څخه بيا د ۲۰۲۱ز کال تر جولای پورې د امریکا په ابادۍ کې یوازې ۰.۱ سلنه يا د ۳۹۲،۶۶۵ کسانو اضافه وشوه. دغې اضافې د امريکا ټول نفوس ۳۳۱.۸ مېلیونه کسانو ته ورساوه.

په امريکا کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د نفوسو د زیاتېدو رفتار ورو دی خو د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله یې کچ نور هم ټيټ شو.

د امريکا په جانز هاپکېنز پوهنتون کې د وبا د څار مرکز له شمېرو سره سم، په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا له پیل راهیسې د روان کال د ډېسېمبر تر ۲۲مې پورې په هغه هېواد کې تر ۵۱ مېليونه زيات کسان کورونا وايرس وهلي چې څه باندې اته لکه ۱۰ زره ورڅخه مړه شوي دي.

په عین حال کې په امریکا کې د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر هم روان دی او ولسمشر جو بایډن روانه میاشت پر ولس غږ وکړ چې ځانونه واکسین کړي چې هلته د کورونا وایرس د اومېکرون بڼې د زیاتېدونکو پېښو مخه ونیول شي.

کورونا وايرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په وهان ښار کې وموندل شو چې په څو میاشتو کې د نړۍ تر شاوخوا هرې برخې ورسېد.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG