د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا اسمبلۍ شوکت ترين د پاکستان د سېنېټ غړی منتخب کړ


د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د مالي چارو سلاکار شوکت ترين د پاکستان د سېنېټ غړی منتخب شوی. (انځور، ارشيف)
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د مالي چارو سلاکار شوکت ترين د پاکستان د سېنېټ غړی منتخب شوی. (انځور، ارشيف)

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د مالي چارو سلاکار شوکت ترين د خیبر پښتونخوا پر څوکۍ د پاکستان د سېنېټ غړی منتخب شوی دی.

د ډېسېمبر پر ۲۰مه په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د نوي سېنېټر ټاکلو لپاره رایې واچول شوې چې پکې د پاکستان تحريک انصاف شوکت ترين د ۸۷ ووټونو په ترلاسه کولو سېنېټر منتخب شو.

د خيبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا تر انتخاباتو وروسته رسنيو ته وويل چې د ترين په مقابله کې د جميعت علما اسلام ف ظاهر خان او د عوامي نېشنل ګوند شوکت اميرزاده ولاړ ول چې دواړو ۱۳، ۱۳ ووټونه واخيستل.

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې ټول ۱۴۵ غړي دي. د تېمور سليم جګړا په وينا، پرون ۱۲۲ غړو خپلې رايې وکارولې چې پکې نهه رد کړل شوې او ۲۳ غړي غېر حاضر ول.

د پاکستان په سېنېټ کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړی ايوب اپرېدي د شوکت ترین لپاره له دې چوکۍ مستعفي شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG