د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فېلېپین کې په توپان کې د وژلیو شمېر تر ۲۰۰ واوښت


سمندري توپان د ډېسېمبر پر ۱۷مه پیل شوی.
سمندري توپان د ډېسېمبر پر ۱۷مه پیل شوی.

په فېلېپین کې د سخت توپان له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ تنو واوښت.

چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۰مه وویل چې تر اوسه ۵۲ کسان ورک دي او له یوشمېر صوبو او ښارګوټو سره اړیکې پرې شوې دي.

د فېلېپین د پولیسو په وینا لږ تر لږه ۲۰۸ کسان وژل شوي او ۲۳۹ نور ټپیان دي.

خو چارواکو ويلي چې ليري پرتو سیمو ته د بیړنیو خدمتونو د ادارې کارکوونکي رسیدلي او ښايي د وژل شوو کسانو شمېر تر دې لوړ شي.

دغه توپان د ډېسېمبر پر ۱۷مه په فېلېپین کې پيل شو.

ډيری کسان د ونو د راغورځیدو، د دیوالونو د نړیدو، په سیلابونو کې د ډوبیدو او د ځمکې ښویدنې له امله مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG