د لاسرسي ځای

تازه خبر

يو شمېر اروپایي هېوادونو د کورونا وايرس اومېکرون بڼې مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي


يو شمېر اروپایي هېوادونو د کوورنا وايرس اوميکرون بڼې د خپرېدو مخنيوي لپاره د محدوديتونو بيا عملي کول پيل کړي دي.
يو شمېر اروپایي هېوادونو د کوورنا وايرس اوميکرون بڼې د خپرېدو مخنيوي لپاره د محدوديتونو بيا عملي کول پيل کړي دي.

يو شمېر اروپایي هېوادونو د کوورنا وايرس اومېکرون بڼې د خپرېدو مخنيوي لپاره د محدوديتونو بيا عملي کول پيل کړي دي.

په هالينډ کې د ډېسېمبر له ۱۹مې په ټول هېواد کې سخت ټولبند عملي شوی دی.

د هالينډ وزيراعظم مارک روت وويل چې په هېواد کې یې د اومېکرون بڼې مخنيوي لپاره د ټولبند لګول ډېر اړین وو.

بلخوا په لندن کې د کورونا وايرس اومېکرون بڼې کيسونه پر زياتيدو دي او ښاروال په روغتونونو کې د مرستو لپاره بيړني حالت اعلان کړی دی.

په بريتانيا کې د ډېسېمبر پر ۱۷مه د کورونا وايرس اومېکرون بڼې ۲۵۰۰۰ کيسونه مخې ته راغلي دي.

جرمني د کورونا وايرس لوړ خطر لرونکو هېوادونو په نوملړ کې بريتانیا هم شامله کړې ده.

د دې معنا دا ده چې د ډېسېمبر له ۲۰مې کوم خلک له بريتانيا جرمني ته ورځي نو هغوی به پر دې سربېره دوه اوونۍ قرنطين تېروي چې واکسین شوي وي.

په پاريس کې هم د نوي کال لپاره اورلوبې ځنډول شوي او ايرلينډ په بارونو کې د شپې تر اتو بجو وروسته پر ناستې بندیز لګولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG