د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي، د اټومي تاسیساتو د بټيو جوړولو د څار ويډيو ورکېدو ذمه وار نه دی


د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د وینا پر مهال (انځور: ارشیف)
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د وینا پر مهال (انځور: ارشیف)

ایران د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې تهران ته نژدې د کراج ښار د اټومي تاسیساتو د بټيو جوړولو د څار د ويډيو د ورکېدو لپاره ذمه وار دي.

دا خبره د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د ډېسېمبر پر ۱۸مه په يو بيان کې کړې ده.

بیان زیاتوي چې ويډيويي معلومات په اوړي کې پر کارخانې په يوه برید کې ضايع شول.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د معلوماتي ويډيوګانو د ورکېدو په اړه د ایران د وضاحت په اړه شک څرګند کړ، خو د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د ډېسمبر پر ۱۸مه په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې معلومات په هغه برید کې له منځه تللي چې تهران یې ذمه واري پر اسراییلو اچولې ده.

د څار لپاره ورکې شوې ويډيو دا انديښنې راپورته کړې چې کېدای شي ايران د اټومي فعالايتونو زياتوالی پټ کړي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې ته يوازې په دې وروستيو کې اجازه ورکړل شو وه چې د څار خرابي شوې کېمرې بدلي کړي.

خو نړيوالې ادارې د ډېسېمبر پر ۱۷مه، وويل چې تهران د دې کمرې د ورکو معلوماتو په اړه د قناعت وړ وضاحت نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې ايران او نړیوال قدرتونه د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون د بحالولو لپاره خبرې اترې کوي.

د هغه تړون له مخې تهران منلې وه چې د اقتصادي بنديزونو د لرې کولو په بدل کې به خپل لانجمن اټومي پروګرام محدود کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG