د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ عدالت د پروین رحمن وژنې قضیه کې څلورو ملزمانو ته سزا واوروله


په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷مه د وژل شوې مدني فعالې پروين رحمن مقدمه کې څلورو ملزمانو ته دوه دوه وارې ټول عمر د بند سزا اورولې ده.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال له معلوماتو سره سم د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت اته کاله وروسته د مدني فعالې پروين رحمن د وژنې مقدمه کې فيصله واوروله.

پروين رحمن د ۲۰۱۳ز کال د مارچ پر ۱۳مه د کراچۍ په اورنګي ټاون منګوپير روډ باندې هغه وخت پر ډزو ووژل شوه، کله چې هغه له دفتره کور ته روانه وه.

پروين په کراچۍ کې د اورنګي پايلټ پروچيکټ په نوم د يوې غيرسرکاري ادارې مشره وه. دا اداره د کراچۍ په اورنګي کې په غيرقانوني توګه د ودانیو جوړولو پر معاملاتو نظر ساتي.

د پروين رحمن وژنې مقدمه کې د پنځو ملزمانو خلاف عدالتي کاروايي شوې چې څلورو ملزمانو اياز سواتي، رحيم سواتي، محمد امجد او احمد خان ته دوه دوه وارې د عمر قيد سزا او پنځم ملزم عمران سواتي ته د اوو کالو د بند او د دوه لاکو روپو د جرمانې سزا اورول شوې ده.

د پاکستان سپريم کورټ د پروين رحمن د وژنې نوټس اخيستی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG