د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي هېوادونه د اومیکرون مخنیوي لپاره پر بندیزونو لګولو غور کوي

یوه څېړنه ښيي چې د ډیلټا پرتله د اومیکرون بڼه کې د بیا ناروغه کېدو خطر ۵،۴ چنده زیات دی.
یوه څېړنه ښيي چې د ډیلټا پرتله د اومیکرون بڼه کې د بیا ناروغه کېدو خطر ۵،۴ چنده زیات دی.

په نړۍ کې د کورونا وایرس نوې بڼې اومیکرون په تیزۍ سره د خپرېدو پر مهال اروپايي هېوادونه یو لړ بندیزونو لګولو ته اړ شوي او امریکايي چارواکو په روغتونونو کې د ناروغانو زیاتېدو خبرداری ورکړی.

د جرمني او فرانسې چارواکو د ډېسېمبر پر ۱۷مه وویل، نږدې ده چې د اومیکرون له کبله د کورونا وایرس وبا پنځمه څپه په داسې وخت کې رامنځ ته شي چې د کورونا وایرس ډیلټا بڼې وار له مخه په روغتونونو او د روغتیا پر نظام بوج اچولی دی.

تر اوسه په تیزۍ سره د خپرېدونکې بڼې اومیکرون په اړه ډېر معلومات نه شته خو روغتیايي چارواکي وايي چې د ډیلټا بڼې پرتله له اومیکرون څخه د کووېډ -۱۹ ناروغۍ کېسونه په هرو دوه یا درېیو ورځو کې دوه چنده په زیاتېدو دي.

د (امپېریل کالج اف لندن) یوه څېړنه ښيي چې د ډیلټا پرتله د اومیکرون بڼه کې د بیا ناروغه کېدو خطر ۵،۴ چنده زیات دی.

د څېړنې له مخه د اومیکرون بڼې پر وړاندې د مخکینۍ ناروغۍ له کبله مدافعت کم وي او یا د واکسین دوه خوراکه د وایرس د دې بڼې پر وړاندې یوازې ۱۹ فیصده ساتنه کولای شي.

XS
SM
MD
LG