د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر وايي د شام شمال غربي سیمې ته د مرستو رسول ډېر ضروري دي


په ادلېب کې په مرستو د بار ګاډو یو کاروان - انځور له ارشیفه
په ادلېب کې په مرستو د بار ګاډو یو کاروان - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېرش په یو رپورټ کې ویلي چې د یاغیانو تر واک لاندې د شام شمال غربي سیمې ته د ترکیې له لارې د بشري مرستو رسول اوس هم د مېلیونونه کسانو د ژوند لپاره اړین دي.

امریکا او روسیه په جولای کې یوې موافقې ته ورسېدل چې د ادلېب یوازینۍ سرحدي سیمې باب الحوا ته د مرستو رسول دوام ومومي. د شام ادلېب د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه ده چې تر دوه مېلیونه زیات اوسېدونکي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل کې چې روسیه پکې د ویټو حق لري، د یوې موافقې له لارې باب الحوا ته د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ تر ۱۰مې د مرستو رسولو بهیر د جاري ساتلو اجازت ورکړل شو.

خو د هغې موافقې تر شپږو نورو میاشتو پورې غځول له دې سره تړلې وه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتېرش باید د کارروایۍ د شفافیت او په شام کې دننه د مرستو په اړه رپورټ خپور کړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۵مه په هغه رپورټ کې چې ټول جزییات یې نه دي په ډاګه شوي، ویلي چې د شام په شمال لویدیځه سیمه کې بشري مرستې د مېلیونونه انسانانو د ژغورنې لپاره ډېرې ضروري دي.

ده زیاته کړې چې پر چیلېنجونو سربېره مرستې او خدمات په شفافه توګه ټول هېواد ته رسېږي.

د دې رپورټ یو سند د فرانسې خبري اژانس او اسوشيېټېډ پرېس ترلاسه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG