د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سېنېټ د دفاعي لګښتونو قانوني مسوده منظوره کړه


د امریکا د کانګرس د استازو جرګې وار له مخه د دفاعي لګښتونو مسوده منظور کړې - انځور له ارشیفه.
د امریکا د کانګرس د استازو جرګې وار له مخه د دفاعي لګښتونو مسوده منظور کړې - انځور له ارشیفه.

د امريکا په سېنېټ کې دواړو ګوندونو په لوی اکثريت د ۷۷۰ اربه ډالرو دفاعي لګښتونو قانوني مسوده منظوره کړې ده.

د استازو جرګې د روانې میاشت په پیل کې د ملي دفاع د لګښتونو د اجازې قانون (نیشنل ډيفنس اترایزېشن ایکټ) په نوم مسوده منظوره کړې وه. اوس به دا مسوده د قانون جوړېدو لپاره د ولسمشر جو بایډن لاسلیک ته استول کېږي.

د ډېسېمبر پر ۱۵مه د رېپبلکن او ډېموکراټ ګوندونو سېنېټرانو په ګډه د مسودې ملاتړ وکړ چې په حق کې يې ۸۸ او مخالفت کې يې ۱۱ رايې وکارول شوې.

له دې قانون سره سم، نه یوازې د دفاعي لګښتونو اجازه ورکول کېږي بلکې د امريکا پوځ لپاره پالیسي جوړېږي او د متحدانو او شريکانو لپاره مرسته برابروي.

دا قانوني مسوده د يو کمېشن د جوړېدو منظوري هم ورکوي چې د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې د ناکاميو او ورڅخه د ترلاسه شویو درسونو ارزونه وکړي.

امريکا د ۲۰۲۱ز کال په اوړي کې له افغانستانه خپل پوځیان وایستل او طالبانو هغه هېواد ونیوه.

هغه کمېشن به له لومړنۍ غونډې سره سم، د يوه کال په موده کې ابتدايي او په درې کلونو کې به بشپړ رپورټ خپور کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG