د لاسرسي ځای

تازه خبر

باختر اژانس: د طالبانو مشر په کندهار کې له ولایتي چارواکو سره لیدلي


باختر اژانس وايي، هبت الله اخوندزاده د ډېسېمبر پر ۱۴مه په کندهار کې له طالب چارواکو سره ولیدل - انځور له ارشیفه
باختر اژانس وايي، هبت الله اخوندزاده د ډېسېمبر پر ۱۴مه په کندهار کې له طالب چارواکو سره ولیدل - انځور له ارشیفه

رپورټونه وايي، د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د ولایتي ادارې له چارواکو سره کتلي دي.

باختر دولتي اژانس د ډېسېمبر پر ۱۴مه په خبر کې ویلي چې اخوندزاده د سې شنبې پر سهار د کندهار ادارې له مسوولینو سره وکتل او هغوی ته یې ځینې سپارښتنې وکړې.

اژانس وايي، د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزیر هم په ملاقاتونو کې حاضر وو.

د طالبانو مشر د اګست په نیمايي کې د هغې ډلې له واکمنېدو راهیسې عام محضر ته نه دی څرګند شوی.

د هبت الله اخوندزاده د تازه لیدنو هېڅ عکس یا ویډیو هم نه ده خپره شوې او تر اوسه کومې خپلواکۍ رسنۍ یې هم څرګندېدل نه دي تایید کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG