د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبانو له عدالتي کاروايي پرته لسکونه کسان وژلي


 یو شمېر پخواني افغان سرتېري. انځور- ارشیف
یو شمېر پخواني افغان سرتېري. انځور- ارشیف

ملګري ملتونه وايي، دوی باوري تورونه ترلاسه کړي چې له مخه يې طالبانو له عدالتي کارروايي پرته له ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د سازمان په خبره دغو وژنو کې هغه وسله وال ککړ دي چې هلکان د جګړو لپاره بهرتي کوي او د ښځو حقونه له منځه وړي.

د دېسېمبر پر ۱۴مه په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته په خپله وينا کې د یاد سازمان د بشري حقونو په چارو کې مرستیالې مشرې نادا الناشيف وويل چې د طالبانو لخوا د عامې معافۍ باوجود د دا ډول وژنو خبرونو اندېښمنه کړې ده.

ناشیف وويل چې د اګست او نومبر تر منځه دوی له ۱۰۰ زیاتو هغو کسانو د وژنې باوري تورونه ترلاسه کړي چې د پخواني افغان ملي پوځ او یا له حکومت سره یې کار کولو.

د دې په خبره په دغو کې لږ تر لږه ۷۲ کسان طالب وسله والو وژلي دي.

ناشيف زیاتوي چې په ځينو پېښو کې د وژل شوو کسانو مړي نندارې ته وړاندې کړل شوي چې په عام ولس کې ویره خوره کړي.

خو د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت له بشري حقونو د سرغړونو دا تورونه رد کړي او وايي چې د دې راپورونو هېڅ ثبوتونه نه شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG