د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې ایسار پخواني افغان سرتېري له اقتصادي ستونزو سره مخ دي


د نوي ډیلي هوايي ډګر کې ایسار افغانان
د نوي ډیلي هوايي ډګر کې ایسار افغانان

په هند کې د افغانستان د پخواني پوځ لسګونه بند پاتې افسران وایي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی چې وایي، شمېر یې ۱۸۰ تنو ته رسېږي، د پوځي زده کړو لپاره هند ته تللي دي چې هلته یې ښوونیزه دوره هم پای ته رسېدلې ده.

د رحیم الله په نوم له دغو افسرانو یوه د ډېسېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې نه یې د هند حکومت او نه یې هم هلته د افغانستان سفارت غم خوري.

رحیم الله وایي، وطن ته له ستنېدو هم وېره لري: "نه امکانات شته او نه هم افغان نظامیانو ته داسې امن فضا شته چې موږ افغانستان ته وګرځو، زموږ سرته خطر دی هلته او موږ نه شو کولای چې په دغه نظام کې وطن ته وګرځو."

تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وویل چې طالبانو یوازې په ۴ ولایتونو کې د پخواني حکومت ۱۰۰پوځیان وژلي او یا تري تم کړي دي.

طالبانو بیا دا راپور رد کړ او ويې ویل، هېچا ته په پخواني نظام کې د غړیتوب له کبله سزا نه ده ورکړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG